دومين سالگرد مشعل 13
عزيزاحمد خوارمل عزيزاحمد خوارمل


محترم اوګران دوست دمشعل دجريدی مسؤول مصطفی روزبه!
خپل دزړه له کومی نيکی هيلی اومبارکی دمشعل دجريدی ددوه کلن کيدوپه مناسبت تاسواوستاسو قلمی همکارانوته وړاندی کوم ،داچی دمشعل يوه مياشتنی جريده دپرديسی په حالت کی دهيواددباندی په مسلسل ډول خپريږی اودښوتاريخی ،علمی ،سياسی ،فلسفی ،ټولنيز،هنری،انتقادی،فرهنګی اوکلتوری مطالبواوموضوعاتو برسيره،دګران هيوادداقتصادی،سياسی اونظامی اوضاع اووضعیت په هکله په هره ګڼه کی هم ليکلنی خپره وی دمشعل ولوستوونکواوعلاقمندانو ته ډير دلچسپه دی، اوستاسو دا کوښښونه،زيار اوزحمات چی په دی موردکی ترسره کوی دقدروړدی، زما په هاندترکوم ځايه چی دمشعل ټولی ګڼی مطالعه کوم، داروښانه اوځلانده مشعل په هيوادکی سوله اوارامی غواړي اودهيوادسره دمينه،محبت،ښه ژونداوانسانی عواطفودپاره روښانه شويدی اوځليږی،نولازمه اوضروری دی چی مشعل لاروښانه اوځلانده وساتوپه ځلااوړنایی ظلمونه،ناددانی،بی عدالتی،کرغيړنی کړنی،بی تفاوتی اوټولنيزفسادانتقادګړواو پری ګوت نيونی ونيسو،اودمشعل دوړانګوپه ړنا باندی دستروهيلوپرلورچی ورورګلوی،خوښی،خوشحالی،يووالی اوملی تړون رامنځته کوی پرهغه لوری حرکت وکړواوسمتدهی اوسازماندهی یی کړو،نوتاسوته بيا هم پدی شريفانه ،ټولنيزاوهيوادنی چاوروکی دلا ډيروبریاوهيله کوم .
عزيزاحمد((خوارمل))
April 2nd, 2005


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها